کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ناټو عمومي منشي وايي له افغانستانه وتلو په اړه پریکړه له وخته وړاندې ده

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 11 سرطان 1399 ساعت 15:33

د ناټو عمومي منشي، ینس سټولټنبرګ وایي اوس له وخته وړاندې ده، چې له افغانستانه د امریکايي او ناټو ځواکونو وتلو په اړه پریکړه وشي.


ینس سټولټنبرګ ویلي د دې لپاره چې افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو پر خوندي ځای باندې بدل نشي، باید د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ وشي.
هغه ویلي د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ، د سولې د ملاتړ لپاره یواځینۍ لاره ده.
هغه ویلي: "د افغانستان له سولې زموږ د ملاتړ تر ټولو ښه لاره داده چې باید ډاډ ترلاسه شي چې افغان ځواکونه طالبانو سره د مبارزې وړتیا لري او همداشان دا ډاډ ترلاسه کړو چې افغانستان یو ځل بیا د نړیوالو ترهګرو خوندي ځای باندې بدل نشي."
د ده په وینا امریکا او ناټو یوځای افغانستان ته راغلي او دواړه به یوځای له دغه هیواده وځي، خو د وتلو هر ډول پریکړه به د افغانستان شرایطو ته په کتو سره کیږي.
دا په داسې حال کې دي چې وروستیو اونیو کې افغانستان کې د جګړې اور تر پخوا زیات تود شوی او هره ورځ د لسګونه ملکیانو او پوځي سرتیرو وینې بهیږي.
د افغانستان ولسي جرګې هم د نن ورځې غونډه کې د تاوتریخوالي او مرګ ژوبلې پر زیاتیدو نیوکه وکړه.
دوی له حکومته وغوښتل چې د هلمند د سنګین ولسوالۍ وروستۍ پيښه وڅيړي او عاملینو ته یې قانوني سزا ورکړي.


د مطلب کود: 213473

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/213473/د-ناټو-عمومي-منشي-وايي-له-افغانستانه-وتلو-په-اړه-پریکړه-وخته-وړاندې-ده

آوا
  https://www.avapress.com