کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

افغان ځوانانو افغان اتلانو ته په تمرپناتي سيالۍ کې په دوو ويکټو ماتې ورکړه

11 سرطان 1399 ساعت 16:21


د یوې شل اوریزې تمریناتي لوبې په ترڅ کې د افغان اتلانو او افغان ځوانانو ترمنځ سیالي ترسره شوه چې په پایله کې یې افغان ځوانانو خپلې سیالې لوبډلې ته د دوه ویکټو په توپیر ماتې ورکړه. افغان اتلانو په خپله پاڼۍ کې د اوو لوبغاړو په سوځېدو سره سیالې لوبډلې ته ۱۶۷ منډې هدف وټاکه چې بیا افغان ځوانانو د اتو ویکټو په سوځېدو سره د ۲۰ اور په وروستي توپ د دروېش رسولي له لوري د څلوریزې په وهلو سره د لوبې بریا خپله کړه. د افغان ځوانانو له ډلې دروېش رسولي، ۵۸ ناسوځېدلې منډې او نجیب الله ځدراڼ ۲۵ منډې وکړې، په داسې حال کې چې د اتلانو له لوري قیس احمد، فرید احمد او عظمت الله عمرزي دوه-دوه او شرف الدین اشرف او نوین الحق یوه-یوه ویکټ واخیسته او سیالې لوبډلې ته یې د دوه ویکټو په توپیر لوبه وبایلله. افغان لوبغاړو له تېرو دریو اونیو راهیسې روزنیز کمپ پیل کړی چې دغه لوبه هم د یاد روزنیز کمپ برخه وه.


د مطلب کود: 213482

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/213482/افغان-ځوانانو-اتلانو-ته-په-تمرپناتي-سيالۍ-کې-دوو-ويکټو-ماتې-ورکړه

آوا
  https://www.avapress.com