دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۱ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۶:۲۴
د مطلب کود : 213483
هېواد کې د کرونا ویروس د ۳۱۹ مثبتو پېښو ثبت
د عامې روغتیا وزارت نن(چهارشنبې د چنګاښ په ۱۱مه نېټه) اعلان وکړ چې تېرو ۲۴ ساعتونو کې هېواد کې د کرونا ویروس ۳۱۹ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
د یاد وزارت د مالوماتو له مخې تېره شپه ورځ کې د کرونا ویروس ۶۷۸ مشکوکې نښې کتل شوې دي.
له تازه ثبت شویو پېښو سره هېواد کې د کرونا ویروس ټولې مثبتې پېښې ۳۱زره او ۸۳۸ ته ورسېدې.
د عامې روغتیا وزارت د خبر له مخې تېره شپه ورځ کې ۲۸ د کوویډ۱۹ ناروغان هېواد کې مړه شوي دي او ۱۵۲۰ تنه هم روغ شوي دي.
د مالوماتو له مخې تازه پېښې په  کابل (۱۳۳)، دایکندي (۵۶)، هرات (۴۲)، کندهار (۱۰)، بلخ (۸)، ننګرهار (۵)، بادغیس (۱۱)، لوګر (۳)، وردک (۲)، بدخشان (۶)، لغمان (۱)، فراه (۲۱)، پنجشیر (۱) او زابل (۱) کې ثبت شوې دي.
د وزارت د مالوماتو له مخې مړو شویو کسانو کې ۲۴ یې کابل، یو بل، ۲ تنه ننګرهار او یو تن هم وردګو ولایت کې دي.
هېواد کې د کرونا ویروس له کبله د ټولو مړو شویو کسانو شمېر ۷۷۴ او د ټولو روغو شویو شمېر هم ۱۵ زره او ۶۵۱ ته ورسید.
https://avapress.com/vdcg7w9xwak9qt4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته