خوښ ديک ۰

بلخ کې د خټکیو حاصل له زیاتوالي د کروندګرو خوښي

بلخ ولایت کې اوسمهال پسرلني خټکي رسېدلي چې لوبیايي، غزني ګک، زنبورچه او امیري ډوله یې بازار ته راغلي. کروندګر سږ کال د دغې میوې د حاصلاتو له زیاتوالي خوښ دي او دې ورځو کې هر خټکی له اتیا تر دوو سوو افغانیو پلورل کیږي. کروندګر، محمدداوود څرګندوي:«سږ کال د تېر پرتله د خټکیو حاصل ښه دی او بیه یې هم ښه ده، کنه نور کلونه له پاکستانه خټکي راتلل او موږ به یو زرنج خټکي په درې زره پلورلې.» د بلخ دهدادي ولسوالۍ کې کروندګر، عبدالستار چې پر کابو څلوېښت جریبه ځمکه یې خټکي کرلي وايي:«کله چې موږ خټکي راوړو خلک یې اخلي او یو موټر په لس زره افغانۍ پلورو.»
بلخ کې د خټکیو حاصل له زیاتوالي د کروندګرو خوښي

کروندګر وايي چې یو جریب ځمکه تر اتیا زره افغانیو خټکي ورکوي.
کرونګر، محمد نعیم بیا د میوو ساتنو لپاره د سړو خونو له نشتوالي شکایت کوي:«د سړو خونو کمښت دی او سړې خونې نشته.»
همداراز بل کروندګر، محمدشریف زیاتوي:«که  کرنې ریاست له موږ سره مرسته وکړي او په کمو پیسو له کرنې سره واخلو نو هم یې ګټه کروندګرو او هم دولت ته ده.»
په همدې حال کې د دهدادي ولسوالۍ د پراختیا رییس، سیدمصطفی وايي چې دولت د سړو خونو جوړولو ژمنه کړې وه، خو تر اوسه دا کار نه دی شوی:«ژمنه یې کړې ووه چې ۸۷۰ سړې خونې جوړوي او د پیازو زېرمې جوړړوي، کشمش خونې جوړوي، خو اوس وايي چې بودجه نشته.»
 
چهارشنبه ۱۱ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۶:۲۸
د مطلب کود: 213484 په کلپبورډ کې د خبر متن کاپی
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *