کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

بلخ کې د خټکیو حاصل له زیاتوالي د کروندګرو خوښي

11 سرطان 1399 ساعت 16:28

بلخ ولایت کې اوسمهال پسرلني خټکي رسېدلي چې لوبیايي، غزني ګک، زنبورچه او امیري ډوله یې بازار ته راغلي.
کروندګر سږ کال د دغې میوې د حاصلاتو له زیاتوالي خوښ دي او دې ورځو کې هر خټکی له اتیا تر دوو سوو افغانیو پلورل کیږي.
کروندګر، محمدداوود څرګندوي:«سږ کال د تېر پرتله د خټکیو حاصل ښه دی او بیه یې هم ښه ده، کنه نور کلونه له پاکستانه خټکي راتلل او موږ به یو زرنج خټکي په درې زره پلورلې.»
د بلخ دهدادي ولسوالۍ کې کروندګر، عبدالستار چې پر کابو څلوېښت جریبه ځمکه یې خټکي کرلي وايي:«کله چې موږ خټکي راوړو خلک یې اخلي او یو موټر په لس زره افغانۍ پلورو.»



کروندګر وايي چې یو جریب ځمکه تر اتیا زره افغانیو خټکي ورکوي.
کرونګر، محمد نعیم بیا د میوو ساتنو لپاره د سړو خونو له نشتوالي شکایت کوي:«د سړو خونو کمښت دی او سړې خونې نشته.»
همداراز بل کروندګر، محمدشریف زیاتوي:«که  کرنې ریاست له موږ سره مرسته وکړي او په کمو پیسو له کرنې سره واخلو نو هم یې ګټه کروندګرو او هم دولت ته ده.»
په همدې حال کې د دهدادي ولسوالۍ د پراختیا رییس، سیدمصطفی وايي چې دولت د سړو خونو جوړولو ژمنه کړې وه، خو تر اوسه دا کار نه دی شوی:«ژمنه یې کړې ووه چې ۸۷۰ سړې خونې جوړوي او د پیازو زېرمې جوړړوي، کشمش خونې جوړوي، خو اوس وايي چې بودجه نشته.»
 


د مطلب کود: 213484

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/213484/بلخ-کې-د-خټکیو-حاصل-له-زیاتوالي-کروندګرو-خوښي

آوا
  https://www.avapress.com