له اداري فساد سره د مبارزې د څارنې او ارزونې کمېټې موندنې ښيي چې، د افغانستان ځينې اوسېدونکو په ۲۰۱۸ کال کې یې دولتي بنسټونو ته یو مېلیارد او ۶۵۰ مېلیونه ډالره بډې ورکړي دي په داسې حال کې چې په دې کال کې د هېواد ملي عواید شاوخوا دوه نیم مېلیارده ډالره وو؛ نو په دې حساب سره افغانانو په ۲۰۱۸ کل کې د ملي عوایدو کچې ته نږدې دولتي بنسټونو ته بډې ورکړي دي.
له اداري فساد سره د مبارزې د څارنې او ارزونې کمېټې د دارالانشا رییس میوند روحاني وايي:«د روڼتیا د څار بنسټ د ۲۰۱۸ رپوټ پر بنسټ په ټول افغانستان کې یو اعشاریه پنځه شپږ مېلیارده ډالر بډې ورکړل شوې دي چې دا شمېر په ګمرکونو پورې اړوند نه دی.»