دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۱ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۶:۳۸
د مطلب کود : 213488
د افغانستان ولسي جرګې نن چهارشنبه د ۱۳۹۹مالي کال بودجې د تعدیل سند د رایو په اکثریت سره تصویب کړ. دا طرحه د حکومت له لوري له کرونا سره د مبارزې برخه کې د ځانګړې شوې بودجې او دغه راز د ځینې کودونو د تعدیل په موخه ولسي جرګې ته استول شوې وه.

د ولسي جرګې د مالي او بودجې کمیسیون ویلي د دې طرحې پر بنسټ، د روان مالي کال بودجې سند کې مشخصې مالي سرچینې کرونا ویروس سره مبارزې لپاره ځانګړي شوي دي.
د ۱۳۹۹کال مالي بودجې تعدیل طرحه د جوزا میاشتې په ۲۸مه د ولسي جرګې له لوري کرونا سره د مبارزې او ځینې نورو برخو کې د ډېرو پیسو تخصیص له امله رد شوه وه، خو تر یوې میاشتې جنجالونو وروسته بلاخره نن تصویب شوې ده.
 
https://avapress.com/vdcbwfb5wrhb8ap.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته