دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۱ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۶:۴۴
د مطلب کود : 213490
د جګړې ښکېل لوري د ملکي وګړو خوندیتوب خبره کوي؛ خو څوک ملکي وګړي وژني؟
له ډېرې مودې راهیسې د ټولنې بېلابېل اقشار په محتلفو بريدونو کې وژل کېږي، خو مسووليت هېڅوک په غاړه نه‌اخلي. تازه د تېرې دوشنبې په ورځ د هلمند په سنګين ولسوالۍ زاړه بازار میله ځای کې د توغنديو لګېدو له امله ۳۰ کسان ووژل شول او یو شمېر نور یې ټپیان کړل حکومت د دې بريد پړه پر طالبانو واچوله، خو طالبانو بيا رد کړه او وویی ویل چې یاد برید افغان ځواکونو لخوا ترسره شوی. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ يا يوناما د دې بريد مسوول افغان امنيتي او دفاعي ځواکونه بولي او زياتوي، د دوی لومړۍ موندنې ښيي چې د سنګين ولسوالۍ پر زاړه بازار توغندي امنيتي ځواکونو له لوري ويشتل شوي.

يوناما په خپله ټوېټرپاڼه ليکلي، باوري سرچينو تاييډ کړې چې افغان ځواکونو د طالبانو ډزو په ځواب کې توغندي وېشتلي او نښه ترې غلطه شوې. يوازې دا نه‌، بلکې لس‌ګونه داسې پېښې شوي چې حکومت او طالبان یې پړه پر يوه بل اچوي.
د چارو شنوونکي بيا وايي، د يوې منظمې استخباراتي اداره نشت له امله دا بريدونه نه‌شي تشخيصېدلی. د پوځي چارو شنوونکی عتیق‌الله امرخېل وايي، د هرې ډلې بريدونه واضح او ښکاري وي او له اثارو یې په ډاګه کېږي چې دا بريد چا کړی دی. دی زياتوي، که حکومت او طالبان پړه پر يو بل اچوي، د نړيوالو هېوادونو استخبارات خو یې وړتيا لري چې تشخیص یې کړي، دا بريدونه چا کړي دي.«دلته يوه منظمه استخبارتي اداره نه‌شته چې دا تشخیص کړي چې بريدونه چا کړي، هر ګروپ او هره ډله چې دا بريدونه کوي واضح ښکاري چې چا کړي، ځکه د هرې ډلې بريدونه سره فرق کوي، له اثارو و د بريدونو له څرنګوالي دا ښکاري چې دا کار د داعش دی، که طالب يا کومې ډلې.» په ورته وخت کې د سياسي چارو شنوونکی صدیق پتمن بيا وايي، د امريکايي پلاوي او طالب استازو ترمنځ د هوکړې له لاسليک وروسته هم دا اندېښنې موجودې وې چې بريدونه به جاري وي، خو مسووليت به یې څوک په غاړه نه‌اخلي. دی زياتوي، د دې وضعيت د کنټرول لپاره افغان حکومت او وسله‌وال طالبان بايد سر کيني او يوه تفاهم ته سره ورسېږي. د نوموړي په خبره، دا بريدونه او تلفات د دې ښکارندوي کوي چې سولې لپاره هېڅ ډول د باور فضا نه‌ده برابره شوې.«له بده مرغه د امريکايي پلاوي او طالب استازو ترمنځ د سولې هوکړه د طرفين په غياب کې لاسليک شوه، له هماغه وخت څخه دا اندېښنې موجودې وې، چې بريدونه به د پخوا په څېر جاري وي، خو هېڅوګ به یې مسوليت نه‌اخلي، چې همداسې هم وشو، له بده مرغه بريدونه روان دي او پړه یې پر يو بل اچول کېږي، دا وضعيت چې زه ګورم داسې ښکاري چې هېڅ ډول د باور فضا د سولې مذاکراتو لپاره نه‌ده برابره شوې.» بل لور ته د ملي امنيت شورا وياند جاوېد فیصل بيا په خپله ټوېټرپاڼه ليکلي، د روان ميلادي کال له پيله تر اوسه د طالبان هره ورځ ۴۴ بريدونه کوي چې ۲۲ ملکيانو ته مرګ ژوبله اوړي.
https://avapress.com/vdceox8w7jh8zei.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته