دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۱ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۶:۴۷
د مطلب کود : 213491
دانش: که طالبان له تاوتریخوالي لاس وانخلي نو حکومت به پر خپلو ژمنو بیا کتنه وکړي
د ولسمشر دویم مرستیال، سرور دانش وایي که طالبان له جګړې او تاوتریخوالي لاس وانخلي، نو حکومت به پر خپلو ټولو کړیو ژمنو له سره کتنه وکړي.

ښاغلي دانش دا خبرې نن چهارشنبه په کابل کې یوې غونډې ته وکړې.
هغه وویل د افغانستان حکومت د سولې په تړاو پر خپلو ټولو ژمنو ولاړ دی، خو که چیرې طالبان جګړې او تاوتریخوالي ته همداسې دوام ورکوي، نو دوی به هم پر خپلو ژمنو بیا غور وکړي.
بله خوا، افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له افغان مشرانو ولسمشر غني او عبدالله عبدالله سره د سولې په تړاو ویډیویي خبرې کړي دي.
د مصالحي عالي شورا مشر، عبدالله عبدالله په یوه اعلامیه کې د افغانانو ترمنځ خپلمنځي خبرې، د تاوتریخوالي کمیدل او د زندانیانو د خلاصون بهیر بشپړیدل د دغو خبرو غټ ټکي بللي دي.
ښاغلي خلیلزاد د اوزبیکستان په پلازمینه، تاشکند کې د افغان سولې په تړاو له خبرو اترو وروسته اسلام اباد ته رسیدلی دی.
قطري چارواکو څو ورځې وړاندې وویل کیدای شي چې د افغانانو ترمنځ د سولې خپلمنځي خبرې په روانه جولای میاشت کې په قطر کې پيل شي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcf1md0yw6dyja.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته