کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

جمهوررئیس محمد اشرف غني د لوګر عمومي امنیتي وضعیت وارزاوه

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 11 سرطان 1399 ساعت 19:18

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورئیس او د وسله وال پوځ اعلی سرقوماندان محمد اشرف غني نن سهار لوګر ته د یاد ولایت د عمومي وضعیت ارزونې په موخه سفر وکړ.


د جمهوري رياست ويندوی دفتر د معلوماتو له مخې؛
په دغه سفر کې د جمهوري ریاست لومړي مرستیال امرالله صالح، د ملي امنیت سلاکار ډاکتر حمدالله محب، د ملي دفاع وزارت لوی درستیز سترجنرال بسم الله وزیري، د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین ستر پاسوال عبدالصبور قانع، د سیمه ییزوارګانونو خپلواکې ادارې عمومي رئیس شمیم کټوازي، د ملي امنیت عمومي ریاست مرستیال ډګرجنرال عبادالله عباد او یو شمېر نورو لوړ پوړو دولتي مقاماتو د جمهوررئیس ملتیا کوله.
جمهوررئیس غني ته په لوګر کې د یاد ولایت ملکي او نظامي مسوولینو، د ولایتي شورا غړو او متنفذینو هرکلی ووایه او وروسته یې له والي او نظامي مسوولینو سره په امنیتي غونډه کې د لوګر ولایت د عمومي امنیتي وضعیت په اړه د هغوی د کړنو راپور واورېد.
لومړی د لوګر والي اجمل شاپور د لوګر ولایت د عمومي امنیتي وضعیت او د ملکي او نظامي ادارو ترمنځ د همغږۍ په اړه معلومات وړاندې کړل وې ویل، دښمن د لوګر د امنیت د ګډوډولو وړتیا نه لري او زموږ مېشت امنیتي او دفاعي ځواکونه په لوړه روحیه د دښمنانو د ګواښونو دفع کولو توانمندي لري.
هغه د دې ترڅنګ چې د لوګر ولایت د امنیتي او دفاعي ځواکونو د لا زیات تمویل او تجهیز غوښتنه وکړه وې ویل: موږ په دریو مرحلو کې امنیتي برنامې لرو چې په لنډمهال کې لویې لارې امن کوو، په منځمهال کې په پنځو سیمو کې ګډ بېزونه  جوړوو او په اوږدمهال کې به په ولسوالیو او لرې پرتوسیمو کې  لا زیات قوتونه او منسوبین ځای پر ځای کړو.
د لوګر والي د ځانګړو عملیاتو ترسره کېدو، هوایي بریدونو، د اردو او پولیسو او همداراز د ولسي پاڅونونو د پرسونل د لا زیات اکمال  غوښتنه وکړه.
وروسته د ۲۰۳ تندر قول اردو قوماندان تورن جنرال خان الله شجاع د عمومي امنیتي وضعیت، د ګواښونو کچې او په لوګر ولایت کې د دښمن د شومو پلانونو په اړه معلومات ورکړل.
هغه زیاته کړه، موږ به د خپلو ځواکونو د تدارکاتو، تجهیز او تمویل په اړه لا زیاته هڅه وکړو او په راتلونکي کې به لوګر او میدان وردګ ولایتونه د غزني په څېر خپلواکه لِوا ولري.
وروسته د جمهوري ریاست لومړي مرستیال امرالله صالح او د ملي امنیت سلاکار ډاکتر حمدالله محب خبرې وکړې او د امنیتي او دفاعي ځواکونو د زړورتیا او سرښندنو د ستاینې ترڅنګ یې د دښمن د تهدیدونو د دفع کولو لپاره د خلکو د لا زیاتې همکارۍ په جلبولو ټینګار وکړ.
جمهوررئیس غني د یاد راپور او معلوماتو تر اورېدو وروسته، په لوګر ولایت کې د مېشتو امنیتي او دفاعي ځواکونو د اجراآتو مننه وکړه وې ویل، د قوې پر استعمال، د حکومتولۍ پر ډول او ولسي کار بیاکتنې ته اړتیا ده.
جمهوررئیس د امنیتي او دفاعي ځواکونو د شهیدانو روح ته د دعا ترڅنګ زیاته کړه، واضح تحلیل او بدیل او همداراز د زونونو او هر ولایت په کچه واحدې قوماندې ته اړتیا ده.
جمهوررئیس اړوندو مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې د لوګر ولایت لپاره واضح پلان ترتیب کړي، ترڅو د هغه ولایت په امنیتي وضعیت کې مثبت بدلون راشي او همداراز کلیدي نقطې باید تشخیص او د ځواکونو ترمنځ همغږي زیاته شي.
جمهوررئیس ټینګار وکړ چې په لوګر ولایت کې اسیب پذیري په هر اړخیز ډول وارزول شي او د خلکو د امنیت تامین او د دښمن د بریدونو د دفع کولو په برخه کې دې سمدستي اقدامات وشي


د مطلب کود: 213499

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/213499/جمهوررئیس-محمد-اشرف-غني-د-لوګر-عمومي-امنیتي-وضعیت-وارزاوه

آوا
  https://www.avapress.com