کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

سرور دانش:

طالبان دې بریدونه ودروي، کنه حکومت به غبرګون وښيي

12 سرطان 1399 ساعت 7:02


د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش وسله والو طالبانو ته خبرداری ورکړی.
هغه په یوه وینا کې ویلي، چې دغه ډله دې پر افغان ځواکونو او ملکیانو خپل بریدونه ودروي.
د دانش په خبره، که داسې ونه شي افغان حکومت به د سولې د روانو هڅو په اړه پر خپلو تعهداتو او پریکړو بیا کتنه وکړي.
هغه د بیا کتنو احتمالي جزیات نه دي ښودلي.
په وروستیو کې د طالبانو د بریدونو دز یاتوالي خبرونه ورکول کیږي.
دغه ډله د بریدونو له زیاتوالي سره هم مهاله امریکا او افغان حکومت سره د سولې په خبرو هم اخته ده.
 


د مطلب کود: 213505

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/213505/طالبان-دې-بریدونه-ودروي-کنه-حکومت-غبرګون-وښيي

آوا
  https://www.avapress.com