دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۲ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۰۷:۰۸
د مطلب کود : 213507
د امنيت په ټينګښت کې د ښځو پر اغېزمنتيا خبرې وشوې
د ښځو چارو سرپرستې او نوماند وزيرې حسینې ساپۍ د ملي دفاع وزارت له معينې منیره یوسفزاده، د بشري حقونو او د دفاع وزارت د جندر انسجام مشرې موسکا کريمى ، د ملي دفاع وزارت افسرې جنرال مزاري او د ملي اردو یو شمیر ښځینه غړو سره وکتل.
په دې غونډې کې منيره يوسفزاده او همکارانو يې حسينې ساپۍ ته د نوماند وزيرۍ او سرپرستۍ مبارکى ويلو سره په پلازمېنه او ولايتونو کې يې د ښځينه افسرو ستونزى له ساپۍ سره شريکې کړې.
وروسته د ښځو چارو سرپرستې حسينې ساپۍ د ښځو رول د هيواد د امنيت په ټينګښت کې اړين وباله او پر امنيتى صفوفو کى يې د ښځو پر لا زياتو همغږيو ټينګار وکړ.
 
https://avapress.com/vdcdzs0x5yt0fk6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته