کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

طالبان په افغانستان کې سولې ته ژمن ندير

12 سرطان 1399 ساعت 7:25


ولسمشرغني په لوګر ولایت کې د وینا پر مهال ویلي؛ وسلوال طالبان سولې ته ژمن ندي او د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې يې بریدونه ډېر کړي دي.
افغان ولسمشر اشرف غني د چارشنبې پر ورځ لوګر ولایت ته د یوه لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د امنیتي حالاتو د ارزوانې په موخه سفر وکړ او په یو جوړه شوې غونډه کې یې طالبانو ته په وینا کې وویل ، چې دوی اوس هم سولې ته ژمن ندي او خپلو بریدونو ته یې زور ورکړی دی.
ولسمشر غني زیاته کړې، چې د سولې پر وړاندې ځینې خنډونه شته؛ خو مخنیوی یې نشي کولی او دوی به د سولې لپاره هر ډول قرباني ورکړي.  
نوموړی په ډاګه کړې؛ افغان دولت ژمن دی، چې په هېواد کې د وینې تویول ودرېږي او دایمي سوله راشي. ولسمشر همدارز لوګر ولایت ته په خپل سفر کې د دې ولایت د امنیتي وضعیت د ښه والي ډاډ ورکړ او  ترڅنګ یې له خلکو سره ژمنه وکړه، چې په بېلابېلو برخو کې به ورته پام وکړي.
ولسمشرغني وايي؛ د لوګر اوسنی امنیتي وضعیت ورته د منلو ندی او ډېر ژر به د کابل ـ ګردېز لویې لارې ترڅنګ  ازرې ولسوالۍ ته غزېدلې لویه لار، چې له کلونو راپدیخوا ناامنه ده؛ له امنیت برخمنه شي. د لوګر ولایتي شورا وکیلانو ويلي، چې د امنیت، بیارغونې، پوهنې او روغتیا په برخه کې تر ډېره دې ولایت ته پام ندی شوی.
دوی له ولسمشره وغوښتل، چې دغو برخو ته باید پاملرنه وکړي. ولسمشر بیا د نورو ژمنو ترڅنګ دا ژمنه هم وکړه، چې د سویل ختیځ زون د کرومایټو پر کانونو به پانګونه وکړي او دا به د دې ولایتونو په اقتصادي وده کې مهم رول ولوبوي.
 


د مطلب کود: 213509

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/213509/طالبان-په-افغانستان-کې-سولې-ته-ژمن-ندير

آوا
  https://www.avapress.com