کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

دافغانستان بانک 42 میلیونه امریکايي ډالره لیلاموي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 12 سرطان 1399 ساعت 10:43

د افغانستان بانک غواړي چې د 1399 کال د چنګاښ میاشتې په 14 نېټه د شنبی په ورځ د داوطلبۍ په ترڅ کې شاوخوا 42 میلیونه امریکايي ډالره د یوې ازادې او رڼې پروسې له لارې وپلوري. د افغانستان بانک په دې پروسه کې د ګډون کولو په موخه له صرافانو او سوداګریزو بانکونو څخه چې د شرایطو لرونکي وي، غوښتنه کوي څو په دې داوطلبۍکې ګډون وکړي. د لیلام ګټوونکي اړ دي څو خپل حسابونه د ورځې تر پایه پورې (T) تصفیه کړي.


هغه صرافانو چې تر اوسه پوري پنځه سوه زره افغانۍ د اسعارو په لیلامونو کې د تضمین په توګه تحویل کړي نه دي کولای شي له داوطلبی یو ورځ مخکې خپلې د تضمین پیسې تحویل کړي او په راتلونکي لیلام کې ګډون وکړي.
د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې د معاملاتو قسمي تسویې ته اجازه نه ورکول کیږي، د لیلام ګټوونکي د خپل ذمت د قیمت پیسې په یو ځل په نغده او یا د حوالې له په ټاکلي موده کې بانک ته سپاري.


د مطلب کود: 213521

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/213521/دافغانستان-بانک-42-میلیونه-امریکايي-ډالره-لیلاموي

آوا
  https://www.avapress.com