دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۲ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۴۰
د مطلب کود : 213525
خلیلزاد او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر پر افغان سولې غږیدلي
افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په پاکستان کې د دغه هیواد د بهرنیو چارو له وزیر، شاه محمود قریشي سره د افغانستان پر سولې خبرې کړي دي.
شاه محمود قریشي خلیلزاد سره خبرو کې په افغانستان کې د سولې مرکچي پلاوي او مصالحې شورا د جوړیدلو هرکلی کړی او له افغان مشرانو یې غوښتي چې سولې لپاره له رامنځته شوي فرصت نه ښه ګټه واخلي.
هغه همداشان هیله ښودلې چې د طالب زندانیانو د خلاصون بهیر ژر بشپړ شي او د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرې پیل شي.
ده زیاته کړې چې افغانستان کې پایداره سوله د ارامې سیمې لپاره یوه اړتیا ده.
د بهرنیو چارو وزیر همداشان ویلي چې پاکستان د افغانستان سولې بهیر کې رغنده ونډه لرلې او په دې برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکوي.
دا په داسې حال کې دي چې د ننه افغانستان کې عام خلک او حکومتي چارواکو تل د پاکستان نیت ته د شک په سترګه کتلی دی.
تجربو ثابته کړې چې پاکستان هیڅ کله د خپلې خولې پر خبرو عمل نه دی کړی او تل یې افغانستان سره دوه مخی سیاست لوبولی دی
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdxs0xkyt0fk6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته