دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۲ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۲۵
د مطلب کود : 213527
روسانو تر ۲۰۳۶ کال پورې د پوتین واک وغځاوه
د روسیې خلکو د اساسي قانون د اصلاح یوه ټولپوښتنه کې له دې سره هوکړه وکړه چې د دغه هیواد اوسنی ولسمشر ولادیمیر پوتین تر ۲۰۳۶ کال پورې په واک کې پاتې شي.
د دغې ټولپوښتنې لومړنۍ پایلې ښيي چې ۷۱ سلنه رایه ورکوونکو په اساسي قانون کې بدلون باندې هوکړه کړې ده.
د قانون دا بدلون ولسمشر پوتین ته دا موکه ورکوي چې تر راتلونکو ۱۶ کلونو پورې پر خپل مقام پاتې شي.
د دې ټولپوښتنې په موده کې د لومړي ځل لپاره په روسیه کې د رایو مرکزونه د یوې اونۍ لپاره پرانستي و او خلکو رایې ورکولې.
خو د روسیې سیاسي مخالفینو د دې پریکړه په اړه خواشیني ښودلې ده.
د روسیې ۶۷ کلن ولسمشر څه باندې دوه لسیزې کیږي چې پر کرملین واک چلوي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcf0md0ew6dyta.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته