دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۲ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۱۱
د مطلب کود : 213529
ولسمشر اشرف غني: د طالبانو له خوا د بندیانو پر خوشي کېدو ټینګار وکړ
 طالبان باید افغان نظامیان او نور بندیان ازاد کړي، څو دا پروسه یو اړخیزه نه شي. بلخوا، ,ولسمشر وویل، اندونیزیا، ازبکستان، المان، ناروې، روسیې او چین د بین الافغاني خبرو کوربتوب ته لېوالتیا ښودلې، خو په خبره یې د بین الافغاني مذاکراتو لومړۍ ناسته به د قطر هېواد په پایتخت دوحه کې وشي. هغه زیاته کړه، د امریکا په مشرۍ د افغان سولې او بین الافغاني خبرو د پیل لپاره تازه هڅې پیل شوې، خو تر اوسه یې وخت نه دی ټاکل شوی چې کله به پیل شي. دا په داسې حال کې ده چې د قطر په پایتخت دوحه کې د روان میلادي کال د فبرورۍ میاشتې پر ۲۹مه د واشنګټن او طالبانو تر منځ د هوکړې پر اساس افغان حکومت تر اوسه د طالبانو شاوخوا ۴۰۰۰ زره بندیان خوشي کړي او طالبانو هم تر اوسه د حکومت تر ۵۰۰ ډېر بندیان ازاد کړي دي.
https://avapress.com/vdchixniw23nzmd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته