کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

مهم خبرميدان وردګ: 9 د دولت ضد وسله وال وژل شوي

12 سرطان 1399 ساعت 11:24

د دفاع وزارت وايي، په میدان وردګو کې ۹ تنه وسله وال طالبان هغه مهال ووژل شول چې پر ملي امنيتي ځواکونو يې بريد وکړ.
د وزارت اعلاميه کې راغلي:
تیره شپه وسله والو طالبانو د میدان وردګو ولایت د جغتو ولسوالۍ اړوند محمدقلي سیمه کې په ملي امنيتي ځواکونو ډلیز برید وکړ.
دغه برید د ملي امنیتي ځواکونو له خوا د کلک غبرګون او ماتي سره مخ شو.
په دغه نښته کې ۹ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي او يو عراده سراچه ډوله موټر او يو موټرسايکل يې هم له منځه تللی دی.
طالبانو په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.



د مطلب کود: 213532

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/213532/مهم-خبرميدان-وردګ-9-د-دولت-ضد-وسله-وال-وژل-شوي

آوا
  https://www.avapress.com