کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کونړ والي:

د يو شمېر سيمو امنيت ته به پراختيا ورکړو

12 سرطان 1399 ساعت 11:48

د کونړ والي عبدالستار میرزکوال پلازمېنې کابل ته د کاري سفر وروسته کونړ ته راستون شو، چې د ادارو مشرانو سره د ناستې په ترڅ کې یې د سفر لاسته راوړنو په اړه د بحث ترڅنګ، په امنیتي او پرمختیایي وضعیت خبرې وکړې.


کونړ والي وویل د سفر په ترڅ کې یې د افغانستان برېښنا شرکت عمومي رئیس او د KPTl کمپنۍ له استازو سره د مناګي برېښنابند او انتقالي برېښنا د چارو پیل په اړه خبري کړي او د دوی کلک ډاډ یې ترلاسه کړی، چې ډیر ژربه دې ولایت تخنیکي پلاوی راولېږي.
    همدا راز کونړ والي وویل چې د ښار جووړولو او ځمکو وزارت، کانونو او پټرولیم وزارت له سرپرست وزیرانو، د ملي امنیت شوار له مشاور دکتور حمدالله محب، د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې لوی رئیس شمیم خان کټوازي، په سیاسي او ولسي چارو کې د ولسمشر ستر سلاکار عبدالمتین بیک او یو شمېر نورو مهمو مشرانو سره یې ناستې کړي، چې د محلي حکومتولۍ پیاوړتیا، رغنیزو پروژو پلي کیدو، امنیت او ولسي ستونزو اوارۍ په برخه کې یې کلک ډاډ ترلاسه کړی او په عملي کیدو به یې د پام وړ پرمختګونه رامنځته شي.

کونړ والي پلازمېنې ته یاد کاري سفر ګټور وباله او دې ولایت ته یې د مرکزي حکومت د پاملرنې راجلبولو په برخه کې د خپلو دوامدارو هڅو ژمنه وکړه.


د مطلب کود: 213538

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/213538/د-يو-شمېر-سيمو-امنيت-ته-پراختيا-ورکړو

آوا
  https://www.avapress.com