کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په هلمند کې ۱۸ وسله وال طالبان له منځه یوړل شول

12 سرطان 1399 ساعت 11:50

له دغه وزارت څخه خپره شوې خبرپاڼه وایي، تېره شپه وسله والو طالبانو د هلمند ولایت د ګرشک ولسوالۍ اړوند په سربند، یخچال او د نادعلي ولسوالۍ اړوند نهربغرا پر امنیتي پوستو بریدونه وکړل.



د وزارت په خبره، د ۲۱۵ میوند قول اردو د وسله والو طالبانو بریدونه په شاه تمبولي دي. سرچینه وایي، په دغو بریدونو کې ۱۸ تنه وسله وال طالبان وژل شوي، د ګرشک ولسوالۍ اړوند یخچال او سربند کې ۱۳ وسله وال او د نادعلي ولسوالۍ اړوند نهربغرا کې ۵ وسله وال له منځه وړل شوي دي.
د دفاع وزارت خبرپاڼه څرګندوي چې د ملي اردو ځواکونو د مسلکي پرسونل له خوا په سنګین، ناوې او خاشرود ولسوالیو کې ۲۸ کړۍ د وسایطو او پرسونل ضد ماینونه کشف او شنډ شوي دي. تر اوسه طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.


د مطلب کود: 213539

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/213539/په-هلمند-کې-۱۸-وسله-وال-طالبان-له-منځه-یوړل-شول

آوا
  https://www.avapress.com