د وزارت په خبره، د ۲۱۵ میوند قول اردو د وسله والو طالبانو بریدونه په شاه تمبولي دي. سرچینه وایي، په دغو بریدونو کې ۱۸ تنه وسله وال طالبان وژل شوي، د ګرشک ولسوالۍ اړوند یخچال او سربند کې ۱۳ وسله وال او د نادعلي ولسوالۍ اړوند نهربغرا کې ۵ وسله وال له منځه وړل شوي دي.
د دفاع وزارت خبرپاڼه څرګندوي چې د ملي اردو ځواکونو د مسلکي پرسونل له خوا په سنګین، ناوې او خاشرود ولسوالیو کې ۲۸ کړۍ د وسایطو او پرسونل ضد ماینونه کشف او شنډ شوي دي. تر اوسه طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.