دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۲ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۰۱
د مطلب کود : 213542
غزنی: د سرتېرو ستاينه وشوه
غزني کې د ملي پوځ يو شمېر سرتېري د والي وحيدالله کليمزي او د دفاع وزارت د استازو لخوا وستايل شول. مسؤلين وايي، سرتېرو په دې وروستيو کې د امنيت ټينګښت، د بريدونو مخنيوي، د جنايي پېښو په کمېدو او په ټوله کې د ټيکاو په راويستلو کې بې سارې هڅې کړي دي.

د غزني والي وحیدالله(کلیمزي) جوړي شوي ناستي ته خبرو کي د امنیتي ځواکونو د شهیدانو روح ته چي له هیواد او ولس څخه د دفاع په لاره کي شهیدان شوي دعا وکړه، د امنیت د ټينګښت او د دښمن په ځپلو کي يي د امنیتي ځواکونو کړني او سرښندني وستایلي.
د ملي دفاع وزارت د ځانګړو عملیاتونو د قول اردو قومندان جنرال فرید احمد(احمدي) د افغان اتلو سرتیرو سرښندني وستایلي.
د هغه په خبره د وسله والو طالبانو لیکي د پخوا په پرتله دیري کمزوري شوي، د وسله والو په لیکو کي بي نظمۍ او بیلوالی راغلی او روحیه يي ځپل شوي ده.
د نوموړي په وینا وسله وال له جدي ماتي سره مخ دي او سوله يي د ژغورني یواځینۍ لاره ده.
د غونډي په پای کي لسګونه تنه افسران، بریدملان او سرتیري په ستاینلیکونو وستایل شول.
 
https://avapress.com/vdcc01qii2bqsp8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته