د یاد ولایت د والي ویاند عطاالله خوږياڼي وویل، تېره شپه وسله والو طالبانو د خوږیاڼو ولسوالۍ پر سنګانې پوستې ډلهییز بریدونه وکړل، چې پر مهال یې دوه سرحدي پولیس ووژل شول او نهه نور ژوبل شول. د خوږیاني په وینا، په نښته کې تر لسو ډېر وسله وال طالبان هم وژل شوي دي. وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ويلي.