دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۲ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۰۲
د مطلب کود : 213544
په ننګرهار کې تر لسو ډېر وسله وال طالبان وژل شوي
د یاد ولایت د والي ویاند عطاالله خوږياڼي وویل، تېره شپه وسله والو طالبانو د خوږیاڼو ولسوالۍ پر سنګانې پوستې ډله‌ییز بریدونه وکړل، چې پر مهال یې دوه سرحدي پولیس ووژل شول او نهه نور ژوبل شول. د خوږیاني په وینا، په نښته کې تر لسو ډېر وسله وال طالبان هم وژل شوي دي. وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ويلي.
https://avapress.com/vdceex8wejh8zni.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته