کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

قومي مشرانو د کونړ له والي سره د سيمې ستونزې شريکې کړې

12 سرطان 1399 ساعت 12:04

د کونړ د هډوال درې قومي مشرانو د کونړ له والي سره وکتل او د خپلې سيمې اړوند يو شمېر ستونزې يې ورسره شريکې کړې.
د ولايت مقام راپور کې راغلي:
«په دغه ناسته کې چې د ولایتي شورا رئیس ولایت خان مشواڼي او پوهنې رئیس هم برخه لرله قومي مشرانو د کونړ له والي وغوښتل چې په دغه روسته پاتې دره کې رغنیزي پروژې پلي کړي، قومي مشرانو، ښوونځي، سړکونو او نور ټولګټي تاسیسات ولسي یاد کړل او د خپلو اولادونو د روښانه راتلونکي او هوساینې لپاره یې په یاده سیمه کې د ټولګټو پروژو د تطبیق او ساتنې په برخه کې د بشپړې همکارۍ ژمنه وکړه.»

د کونړ والي عبدالستار میرزکوال د پرمختیایي پروژو د تطبیق، امنیت او ثبات ټینګښت په برخه کې ولسي ونډه مهمه یاد کړه او قومي مشرانو ته یې ډاډ ورکړ چې په سیمه کې به یې د پرمختیایي پروژو پلي کیدو لپاره اړین ګامونه واخلي.



د مطلب کود: 213545

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/213545/قومي-مشرانو-د-کونړ-له-والي-سره-سيمې-ستونزې-شريکې-کړې

آوا
  https://www.avapress.com