دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۲ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۰۴
د مطلب کود : 213545
قومي مشرانو د کونړ له والي سره د سيمې ستونزې شريکې کړې
د کونړ د هډوال درې قومي مشرانو د کونړ له والي سره وکتل او د خپلې سيمې اړوند يو شمېر ستونزې يې ورسره شريکې کړې. د ولايت مقام راپور کې راغلي: «په دغه ناسته کې چې د ولایتي شورا رئیس ولایت خان مشواڼي او پوهنې رئیس هم برخه لرله قومي مشرانو د کونړ له والي وغوښتل چې په دغه روسته پاتې دره کې رغنیزي پروژې پلي کړي، قومي مشرانو، ښوونځي، سړکونو او نور ټولګټي تاسیسات ولسي یاد کړل او د خپلو اولادونو د روښانه راتلونکي او هوساینې لپاره یې په یاده سیمه کې د ټولګټو پروژو د تطبیق او ساتنې په برخه کې د بشپړې همکارۍ ژمنه وکړه.» د کونړ والي عبدالستار میرزکوال د پرمختیایي پروژو د تطبیق، امنیت او ثبات ټینګښت په برخه کې ولسي ونډه مهمه یاد کړه او قومي مشرانو ته یې ډاډ ورکړ چې په سیمه کې به یې د پرمختیایي پروژو پلي کیدو لپاره اړین ګامونه واخلي.
https://avapress.com/vdcfjmd0tw6dyta.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته