«ترهګرو طالبانو د تېرې یوې شپې ورځې په لړ کې د پکتیکا، هلمند او فراه ولایتونو په اړوند سیمو کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونه ترسره کړي، چې د ملي امنیتي ځواکونو له کلکو ځوابیه بریدونو سره مخ شوي او په پایله کې يې د ترهګرو طالبانو د دوه مهمو قوماندانانو “ملا شاه ولي او مولوي فرقان” په شمول ۱۷ ترهګر طالبان وژل شوي او ۷ نور ټپیان شوي دي.»
د افغانستان د کورنيو چارو وزارت واي،ي د هېواد په درېیو ولایتونو کې د ترهګرو طالبانو د دوه مهمو قوماندانانو په ګډون ۲۴ ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته.
د وزارت اعلاميه کې راغلي:
«ترهګرو طالبانو د تېرې یوې شپې ورځې په لړ کې د پکتیکا، هلمند او فراه ولایتونو په اړوند سیمو کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونه ترسره کړي، چې د ملي امنیتي ځواکونو له کلکو ځوابیه بریدونو سره مخ شوي او په پایله کې يې د ترهګرو طالبانو د دوه مهمو قوماندانانو “ملا شاه ولي او مولوي فرقان” په شمول ۱۷ ترهګر طالبان وژل شوي او ۷ نور ټپیان شوي دي.»
یادې نښتې د پکتیکا ولایت په سروبي ولسوالۍ، د هلمند ولایت په نهرسراج ولسوالۍ او د فراه ولایت په پشترود ولسوالۍ کې رامنځته شوې، چې په ترڅ کې يې د ترهګرو طالبانو ګڼ شمېر وسلې، مهمات او لېږدوونکي وسایط هم ترلاسه شوي دي.
د یادونې وړ ده چې په پکتیکا کې له خاورې د سپېڅلې دفاع په لار کې یو ملي پولیس هم شهید شوی دی.
طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.