دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۲ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۰۸
د مطلب کود : 213547
د يو شمېر رسنيو استازي تقدير شول

وروسته له هغه چې د کرونا وايروس برخه کې د فساد په اړه راپورونه خپاره شول، د تغییر او امید اجتماعي ټولنې د هیواد ریښتینې بچې تقدیر کړ.

یاده غونډه د پژواک خبري اژانس مشر او ملي فکره شخص ښاغلي دانش کړوخیل ته برابره شوي وه.

د يادې ټولنې غړي وايي، ښاغلي دانش تل د رسنیو له لارې خپل غږ پورته کړې چې په دې اواخرو کې يی د عامې روغتیا وزارت کې د وینټیلایټرو د فساد په هکله غږ پورته کړ .

د مسؤلينو په خبره تغییر او امید اجتماعي ټولنه له دانش کړوخېل مننه کوي او د ښاغلي کړوخیل دا کارونه یی په تقدیر نامې او پګړې ورکولو سره وستایل.

یاده ټولنه تل دداسې اشخاصو تر څنګ ولاړه ده او خپل ملي رسالت ادا کوي.

دغه راز د ټولنې مسؤلين وايي، د هغو رسنيو بېلابېل استازي يې هم تقدير کړي چې د فساد ضد مبارزه کوي.
 
https://avapress.com/vdchkxniq23nzmd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته