د کرونا او نورو وايروسونو له خپرېدو سره سم د ماسکونو کارول او اهميت په نړۍ کې خورا لوړ شو.
خو د ماسک کارولو تر ټولو لوی مشکل دا دی چې خوله او پزه پټوي او يوه اشنا څېره درته نا اشنا کوي.
امريکا په لومړي ځل يو داسې روڼ ماسک جوړ کړ چې هم د ساه اخيستلو پر مهال شفاف دی او هم مخ پکې ښکاري.
ويل شوي دي دا ماسک ميکروبي ذرې يا وايرسونه فلټر کوي او نه يې پرېږدي چې خولې يا پزې ته لار پيدا کړي.