کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د امریکا دفاع وزارت: طالبانو له القاعدې سره خپلې اړېکې ساتلې دي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 12 سرطان 1399 ساعت 12:26

د امریکا متحده ایالاتو دفاع وزارت د افغانستان امنیتي حالت په تړاو راپور کې چې د دغه هېواد کانګرس ته یې استولی، طالبان یې په کې له القاعدې دلې سره د اړیکو په ساتلو تورن کړي دي.


دغه راپور چې تېره ورځ(چهارشنبې د چنګاښ په ۱۱مه ڼېټه) استول شوی وايي د سیمې ترهګرې ډلې او القاعده له طالبانو سره نېږدې اړیکې لري او پر امریکايي او د واشنګټن همکارو ځواکونو باندې بریدونو کې "اوږدمهاله ګټې" لري.
د راپور یوه برخه کې راغلي دي:«د سولې بهیر کې د وروستیو پرمختګونو سره سره، د هند وچه کې د القاعدې ډلې څانګه افغانستان کې د طالبانو ډلې سره نیږدې اړیکې لري او ښایې دا اړیکې یې د ساتتنې او روزنې لپاره ساتلې وي.»
پنټاګون همداراز زیاته کړې ده د هند وچه کې د القاعدې ډلې غړي، د طالبانو ټیټ پوړو غړو سره د افغان حکومت کمزوري کولو لپاره کار کوي.
راپور د افغانستان په تړاو د ایران د خط مشې په تړاو وايي:«ایران افغانستان کې خپلې ګټې له طالبانو د حساب شوي ملاتړ او له افغان حکومت سره د تعامل او هڅو سره د اړیکو ټنګښت هڅه کې دی.»
همداراز ویل شوي دي چې روسیه افغانستان کې د امریکا اوږدمهاله شتون مخنیوي لپاره او د دغو ځواکونو وتو په موخه هڅه کوي او له طالبانو سره کار کوي.
مخکې له دې نیویارک ټایمز په خپل راپور کې ویلي وو چې روسیې افغانستان کې وسله والو پورې اړوند یوه حساب ته پیسې لېږدولې دي څو دغه وسله وال امریکايي سرتېري ووژني.
د دغې امريکايي ورځپاڼې په راپور کې راغلي دي چې امریکايي چارواکو الکترونیکي مالومات ترلاسه کړي  دي چې د روسیې پوځي مالوماتو بنسټ لخوا ډېرې پېسې د طالبانو پورې اړوند یووه حساب ته ورغلي دي.
راپور کې همداراز ویل شوي دي چې روسیه افغانستان کې د امریکايي او اېتلاف ځواکونو وژلو لپاره پيسې لګولې دي.
د نیویارک ټایمز راپور بله برخه کې راغلي دي چې جنایتکارې ډلې د ایډیالوژیک پلوه له طالبانو سره ګډې ګټې نلري، خو د پیسو لپاره یې د امریکايي ځواکونو او بګرام پوځي اډې ته نېږدې بریدونو کې لاس درلود.
تېر کال افغانستان کې ۲۰ امریکايي سرتېري وژل شوي دي، خو دا نه ده څرګنده چې له ډلې یې څو وژنو کې روسیه تورنه بلل شوې ده.
مخکې له دې روسیې او طالبانو دا تورونه رد کړي وو.


د مطلب کود: 213551

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/213551/د-امریکا-دفاع-وزارت-طالبانو-له-القاعدې-سره-خپلې-اړېکې-ساتلې-دي

آوا
  https://www.avapress.com