کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغانستان د متحدو علما شورا اعلامیه

12 سرطان 1399 ساعت 12:27

له هر څه د مخه د هلمند ولایت په سنګین ولسوالی په میله بازار کې د تیری ورځی خونړۍ او دردونکي پیښي شهیدانو ته د لوی څښتن تعالی له بارګاه څخه د جنت فردوس او ټپیانو ته یې عاجله شفاء او د پیښي عاملینو ته د جهنم غوښتنه کوو، الله تعالی دی د افغانستان د مظلوم ولس دښمنان په خپل قهر او عذاب کې اخته کړي.



له هر څه د مخه د هلمند ولایت په سنګین ولسوالی په میله بازار کې د تیری ورځی خونړۍ او دردونکي پیښي شهیدانو ته د لوی څښتن تعالی له بارګاه څخه د جنت فردوس او ټپیانو ته یې عاجله شفاء او د پیښي عاملینو ته د جهنم غوښتنه کوو، الله تعالی دی د افغانستان د مظلوم ولس دښمنان په خپل قهر او عذاب کې اخته کړي.
بیا هم له درد او غم څخه ډګ خبر، د هیواد او ولس دښمنانو یو ځل بیا د خپلو ناوړو کړنو او اعمالو په ترڅ کې آو زمونږ د مظلومو هیوادوالو په وینو ځمکه رنګ کړه او په لسګونو کورنۍ یې د خپلو عزیزانو او بچیانو په ویر کینولي، اسلام دښمنو، انسانیت دښمنو او افغان دښمنو کړیو تیره ورځ د هلمند ولایت د سنګین ولسوالی په میله بازار باندې په داسې حال توغندیز برید تر سره کړ چې په سلګونو تنه له لرې او نژدو سیمو څخه د خپلو کورنیو د احتیاجاتو پوره کولو په موخه په سوداګریزو راکړو ورکړو اخته ول، چې د یاد برید په ترڅ کې د ماشومانو او سپین ږیرو په ګډون زمونږ په لسګونو تنه مظلوم، بې وزلي ، کړیدلي او غمجن هیوادوال شهیدان او ټپیان شول او یو ځل بیا د ترهګرو ډلو لخوا د دوي په وینو ځمکه رنګیه شوه. حال دا چې الله تعالی په خپل عظیم کتاب قران کریم کې فرمایلي: ژباړه: (څوک چې یو مومن په قصد سره قتل کړي دهغه سزا تل پاتی دوزخ دی، او الله تعالی خپل عذاب پر هغه نازل کوي، هغه له خپل رحمت څخه بې برخی کوي او دهغه لپاره لوی عذاب دی) سوره نساء آيت ۹۳ .
هوکې درنو او متدینو هیوادوالو: څومره دردونکي ده چې یو انسان له ډیرو هیلو له خپله کوره راوځي تر څو خپلې کورنۍ او بچیانو ته یوه مړي ډوډي پیدا کړي او کورنې یې هم په دې تمه ده چې نن به زما پلار، ورور ا و یا هم زوی زمونږ لپاره یوه ګوله ډوډی راوړي، بې خبره له دې چې د یوې ګولې ډوډي پر ځای د هغه له وینو بې روحه جسد وړل کیږي، افسوس په داسې انسان او مسلمان چې بیا به ځان هم د اسلام او اسلامیت مدعی او لاروئ بولي، حال داچې د یو انسان اسلامیت او انسانیت په خوله او لباس نه ده بلکه حقیقی مسلمان هغه ده چې اعمال او کردار یې د اسلام د د ساتیرو او لارښونو پر بنیاد وی او امر با المعروف او نهی عن المنکر یې د ژوندانه برخه وي نه داچې انسان وژنه یې د ژوندانه چاری وی .
دافغانستان د متحدو علماوو شورا د خپل اسلامی او انسانی مسوولیت له مخي چې دخدای (ج) او دافغان زوریدلي ملت پر وړاندی لري د هلمند ولایت د سنګین ولسوالی پیښه او هغی ته ورته د هیواد په ګوټ ګوټ کې چې د ولسوالو ترهګرو له لوری د افغان ولس پروړاندی کوم جنایات او کرغیړن اعمال ترسره شوی د قرآن او احادیثو په رڼا کې په کلکو ټکو غندو او عاملینو ته یې د سختی جزا غوښتونکي یو او هغو کورنیو ته چې خپل بچیان او عزیزان یې په ترهګریزو بریدونو کی له لاسه ورکړي د صبر هیله کوو او دافغانستان له متدین ولس نه غواړو ترڅو د ملی یووالی او وروولی تر چتر لاندی په هیواد کې د ښه امنیت او ثبات په موخه د خپلو امنیتی ځواکونو سره مرسته او همکاری وکړي ترڅو نور په هیواد کې د دغه شان ناوړو او زړه بوګنوونکو پیښو شاهدان ونه اوسو او د یو با ثبات او پر مختللی افغانستان خاوندان شو، همدا رنګه یو ځل بیا په وسلوالو طالبانو هم غږ کوو چې له جګړي او افغان وژني لاس واخلي او د افغان ولس غوښتنه چې یوه تلپاتي سوله، دجګړي پای ته رسول او د مذاکراتو پیلول دی ومني.
 


د مطلب کود: 213552

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/213552/د-افغانستان-متحدو-علما-شورا-اعلامیه

آوا
  https://www.avapress.com