دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۲ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۰۵
د مطلب کود : 213563
پاکستان د سوداګرۍ لپاره د انګور اډې او ډنډي پټان لارې خلاصوي
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صدیق وايي، ټاکل شوې د انګور اډې او (خارلاچي) سوداګریزې لارې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د دوه اړخیزې سوداګرۍ پر مخ پرانېستل شي.
ښاغلي صدیقي ویلي چې یادې سوداګریزې لارې د روانې جولای میاشتې پر ۱۲مه نېټه د دواړو لورو د یولړ اړینو هوکړو له مخې پرانیستل کیږي.
نوموړي نن پنجشنبه جولای ۲(چنګاښ۱۲) پر خپل ټوېټر لیکلي چې د دواړو لورو ترمنځ تر هوکړې وروسته، ټاکل شوې دغه دواړه لارې د افغانستان سره د سوداګرۍ لپاره د جولای پر ۱۲مه خلاص شي.
 
پر همدې مهال په اسلام اباد کې افغان سفیر عاطف مشعل د د دواړو هیوادونو د دوه اړخیزې سوداګرۍ د ودې لپاره د پاکستان د حکومت د دغه اقدام هر کلی کړی دی.
ښاغلي مشعل ویلي چې د لازیاتو لارو پرانیستل به د دواړو هیوادونو ترمنځ د دووه اړخیزه د سوداګرۍ له ودې سره مرسته وکړي.
نوموړي پر خپل ټوېټر په دې اړه لیکلي کړې:"د پکتیکا انګور اډې او پکتیا ډنډي پټيان لارې د جولای پر ۱۲مه د دوه اخیزې سوداګرۍ پر مخ پرانیستل کیږي."
 
د پاکستان حکومت چې شااوخوا څلور میاشتې مخکې د تورخم او چمن لارې د کرونا ویروس له امله د افغان صادراتو پر مخ تړلې وې د تیرې جون میاشتې پر ۲۲مه نېټه یې بیرته پرانیستلې.
پاکستان د روان ۲۰۲۰ میلادي کال د مارچ د میاشتې په سر کې لومړی د چمن – سپین بولدک او بیا د مارچ په نیمايي کې د تورخم بندر د کرونا ویروس د وبا د خپریدو د مخنیوي د هڅو په لړ کې وتړل.
که څه هم له نږدې دوو میاشتو راهیسې پاکستان د تورخم او چمن – سپین بولدک بندرونه افغانستان ته د ترانزیتي مالونو د وارداتو پرمخ پرانیستي، خو په تیرو شاوخوا دریو میاشتو کې د افغانستان څخه پاکستان ته هر ډول صادرات بند شوي دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfvmd0mw6dyta.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته