دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۲ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۳۸
د مطلب کود : 213569
بريالی جنرال؛ ننګرهار د ملي امنيت د رئيس د مخه ښې غونډه وشوه
د ننګرهار ملي امنيت رئيس ډګر جنرال نظر علي واحدي د چنګاښ په ۱۲مه ولايت مقام کې د دې ولايت د ادارو رئيسانو سره مخه وکړه او ډاډ يې څرګند کړه، چې په نوې دنده کې به ننګرهار ولايت ته ځانګړې پاملرنه وکړي. د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل د ملي امنيت رئيس ډګر جنرال نظر علي واحدي د تر سره کړيو خدمتونو يادونه او ستاينه وکړه.

نوموړي وويل، چې د ملي امنيت رئيس د شاوخوا يو نيم کال ماموريت پر مهال ډېره قرباني ورکړه او د هڅو له امله يې نن د دې ولايت ۲۱ ولسواليو ته مطمين تګ راتګ کيږي.
د استيناف محکمې رئيس قضاتمند عبدالولي قاضي زاده د ننګرهار والي او د ملي امنيت رئيس د ګډو هلو ځلو او خدمتونو ستاينه وکړه او د دوی په شتون کې يې د جرمونو مخنيوی، د امنيت ټينګښت، او د لوی شمېر مجرمينو نيول کيدل د تېرو کالونو په پرتله بيساري يادل کړل.
د ملي امنيت رئيس ډګر جنرال نظر علي واحدي له ننګرهار والي مننه وکړه، چې د امنيت ټينګښت په موخه يې شپه او ورځ امنيتي ځواکونو سره مستقيماً کار وکړ او له امله يې يې تروریستي ډلې لمنځه يوړل شوې او په دې ولايت کې ډاډمن امنيت رامنځته شو.
 
https://avapress.com/vdcb0fb59rhb8sp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته