د خوست په چنار مشاعرې کې د هلمند ترڅنګ د کندهار، پکتیا، پکتیکا، لوګر، غزني، میدان وردک، ننګرهار، لغمان، کنر، بلخ، بامیان او سمنګان ولایتونو شاعرانو هم په انلاین ډول ګډون وکړ.
د کرونا وايروس د خپرېدو له ويرې د هېواد په ډېری ولايتونو کې سږ کال کلنۍ مشاعرې پر ليکه يا انلاين بڼه جوړې شوې. تازه د خوست چناره مشاعره جوړه شوې وه. د هلمند اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او د لنکن ښوونیز مرکز په همکارۍ د هلمند دوو تنو شاعرانو صدیق الله فرهر او شفیع الله شاکر په انلاین ډول د خوست په چنار دودیزي مشاعرې کې ګډون وکړ. د خوست په چنار مشاعرې کې د هلمند ترڅنګ د کندهار، پکتیا، پکتیکا، لوګر، غزني، میدان وردک، ننګرهار، لغمان، کنر، بلخ، بامیان او سمنګان ولایتونو شاعرانو هم په انلاین ډول ګډون وکړ. شاعرانو د وطن، یوالي، ورورولۍ، سولې او ثبات لپاره شعرونه وړاندي کړل.