کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ناټو له افغانستانه د نورو امریکايي ځواکونو د وتلو طرحه ارزوي

12 سرطان 1399 ساعت 14:52

د ناټو سرمنشي ینس‌سټولټنبرګ وايي چې یاد سازمان له افغانستانه د نورو امریکايي ځواکونو د وتلو طرحه ارزوي.
سټولټنبرګ دا خبرې د تېرې سه‌شنبې په ورځ د نړیوالو مطالعاتو په الماني موسسه کې وکړې.
د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه‌لیک له مخې چې د تېر کال په کب میاشت کې د قطر په پلازمېنې دوحه کې لاسلیک شو، امریکا ومنله چې په ۱۴ میاشتو کې به خپل ټول ځواکونه له افغانستانه وباسي.


اوس په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شمېر ۸۶۰۰  ته رسېږي.
خو د امریکا دفاع وزیر مارک اېسپر ویلي چې د سږ کال په مني کې به یې په افغانستان کې د خپلو ځواکونو شمېر نور هم راکم شي.
سي‌ان‌ان ټلوېزیون تر دې مخکې د دوو امریکايي سرچینو له قوله لیکلي و چې د امریکا دولت له افغانستانه له ۴ زرو نه د ډېرو ځواکونو پر را اېستلو کار کوي.
اوس د ناټو سرمنشي ینس‌سټولټنبرګ ویلي چې دغه سازمان د سولې هڅو د یوې برخې د ملاتړ په موخه له افغانستانه د نورو امریکايي ځواکونو د را اېستلو طرحه ارزوي.
نوموړي زیاته کړې چې له دغه اقدام مخکې به د افغانستان د سیاسي وضعیت په اړه خبرې اترې هم وشي او ترڅنګ به یې د جګړې په ډګر کې د دغه هېواد وضعیت هم وارزوي، څو پوه شي چې طالبانو په کومه کچه د دوحې پر هوکړې عمل کړی دی. هغه ویلي: «نو دا یو شاتګ او پر شرایطو ولاړ عمل دی.»
سټولټنبرګ ویلي: «موږ په دقت خبرې کوو. کله چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه‌لیک لاسلیک شو، زه په کابل کې وم. هغه مهال مو هم په دقت خبرې وکړې او دغو خبرو اترو ته به دوام ورکړو؛ ځکه امریکا په شاتګ کې ده او د امریکا متحده ایالات د ناټو ماموریت یوه برخه ده.»
د هغه په وینا، اوس په افغانستان کې د ناټو ځواکونو شمېر له ۱۶ زرو نه ۱۲ زرو ته را کم شوی دی.
سټولټنبرګ یو ځل بیا ټینګار کوي چې ناټو او امریکا یوځای افغانستان ته راغلي او په ګډه به پرېکړې او اقدام کوي. نوموړي زیاته کړې، که مناسب شرایط وویني، ناټو او امریکا به په ګډه افغانستان پرېږدي. ینس‌سټولټنبرګ ټینګار کړی چې: «دا چې دا وضعیت کله راځي، تر اوسه ژر ده چې په اړه یې خبرې وکړو.»
د ناټو سرمنشي ویلي، اوس د سولې پروسې د ملاتړ په برخه کې تر ټولو غوره لار دا ده چې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د وړتیاوو او ځواک په اړه ډاډ ترلاسه شي چې د طالبانو د بریدونو پر وړاندې درېدلای شي او دا چې افغانستان باید یو ځل بیا د ترهګرو پر ځاله بدل نه شي.
 


د مطلب کود: 213571

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/213571/ناټو-له-افغانستانه-د-نورو-امریکايي-ځواکونو-وتلو-طرحه-ارزوي

آوا
  https://www.avapress.com