دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۲ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۵۴
د مطلب کود : 213572
د بلوڅانو په کور کې موټربم چاودنه
امنیتي چارواکي وايي، تیره شپه د کندهار ښار عینو مینه کې د بلوڅانو یوه کور کې دننه د موټربم شکمنه چاودنه شوې د کندهار امنیه قومندانۍ چارواکي وايي، بیګا د شپې یوولس بجې د لومړۍ مینې په ۶ سړک د بلوڅانو په یوه کور کې دننه د فیلډر موټر چاودنه، چې له امله یې یو شمېر کورونه ویجاړ شوي؛ خو چاته ځاني زیان اووښتی نه دی سیمه ییزې سرچینې وايي، دا کور کې پخوا بلوڅان اوسېدل؛ خو د چاودنې پرمهال له خلکو څخه تخلیه شوی ؤ تراوسه دا څرګنده نه ده، چې موټربم چاودنه د بلوڅانو د خپلو زیرمه شوو بارودو په مټ ترسره شوې که څرنګه؟ ځايي خلک وايي، د کندهار ښار او عینو مینې یو شمېر سرایونو او کورونو کې د پاکستان ضد بلوڅ وسله وال میشت دي، چې وخت ناوخته یې په کورونو کې د خپلو بارود چاودنې رامنځ ته کیږي.
https://avapress.com/vdcfemd00w6dyta.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته