د ننګرهار چارواکي وایي چې وسلهوالو طالبانو په خوګیاڼو ولسوالۍ کې د سرحدي پولیسو پر پوستو بریدونه کړي چې دوه پولیس پهکې وژل شوي دي.
چارواکي: ننګرهار کې طالبانو د سرحدي پوليسو پر پوستو بريدونه کړي
12 سرطان 1399 ساعت 16:32
د ننګرهار چارواکي وایي چې وسلهوالو طالبانو په خوګیاڼو ولسوالۍ کې د سرحدي پولیسو پر پوستو بریدونه کړي چې دوه پولیس پهکې وژل شوي دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي ازادي راډيو ته وویل چې تېره شپه په خوګیاڼو ولسوالۍ کې د وسلهوالو طالبانو په ډلهییز برید کې د سرحدي پولیسو دوه سرتېري وژل شوي او ۹ نور ټپیان شوي دي.
د ښاغلي خوګیاڼي په خبره، افغان سرتېرو برید پر شا تمبولی او د پوستو د بېرته نیولو ترڅنګیې له ۱۰ زیاتو مخالفینو ته مرګژوبله واړوله.
د خوګیاڼي په وینا په سیمه کې وضعیت ښه او د افغان ځواکونو په کنټرول کې دی.
وسلهوالو طالبانو په دې اړه څه نهدي ویلي.
د راپورونو له مخې، په ننګرهار کې د داعش له ماتې وروسته یو ځل بیا د دغه ولایت په لیرې پرتو سیمو کې د وسلهوالو طالبانو فعالیتونه مخ پر زیاتېدو دي.
د مطلب کود: 213578