خوښ ديک ۰

ولسمشر: موقت او سرپرست حکومت به نه راځي

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وایي، چې د سولې پایله به نه موقت او نه سرپرست حکومت وي. هغه په تلویزوني مناظره کې ویلي، چې د افغانستان د حکومت څرنګوالی او دوام اساسي قانون ټاکلی. د ده په خبره، په هیڅ ډول به افغانستان له اسلامي جمهوري او منتخب نظام څخه پرته بل بدیل ونه لري. ولسمشر غني ټینګار وکړ، چې د پياوړي دولت د میراث کې پریښودو هڅه کوي. د ده په وینا، د داسې دولت د په میراث کې پریښودو او جوړیدو ظرفیت موجود دی. هغه دا هم وویل، چې د موقت او بل ډول حکومتونو د جوړیدو اوازې له کلونو راهیسې موجود دي، خو هر ځل غلط ثابت شوي او بیا به هم غلط ثابتیږي.
ولسمشر: موقت او سرپرست حکومت به نه راځي
پنجشنبه ۱۲ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۷:۴۴
د مطلب کود: 213582 په کلپبورډ کې د خبر متن کاپی
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *