افغان ولسمشر محمد اشرف غني وایي، چې د سولې پایله به نه موقت او نه سرپرست حکومت وي.
هغه په تلویزوني مناظره کې ویلي، چې د افغانستان د حکومت څرنګوالی او دوام اساسي قانون ټاکلی.
د ده په خبره، په هیڅ ډول به افغانستان له اسلامي جمهوري او منتخب نظام څخه پرته بل بدیل ونه لري.
ولسمشر غني ټینګار وکړ، چې د پياوړي دولت د میراث کې پریښودو هڅه کوي.
د ده په وینا، د داسې دولت د په میراث کې پریښودو او جوړیدو ظرفیت موجود دی.
هغه دا هم وویل، چې د موقت او بل ډول حکومتونو د جوړیدو اوازې له کلونو راهیسې موجود دي، خو هر ځل غلط ثابت شوي او بیا به هم غلط ثابتیږي.