دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۲ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۸:۰۹
د مطلب کود : 213583
د کونړ ولایت مرستیال والی په مشرۍ د ادارومشرانو غونډه وشوه. د کونړ د رسنیو دفتر وايي، ياده ناسته چې نن له غرمې مخکې د ولايت مقام په تالار کې ترسره شوه د ادارو مسوولينو له لوري پکې د کروناسره د مبارزې او د کابینې غونډې لپاره دولس او ادارې لومړيتوبونو په اساس راټول شويوموضوعاتو په اړه د بحث ترڅنګ د عوايد د لوړاوي په برخه کې د همکاريو د هوکړه ليک چمتووالي او د ښځينو د ملاټر مرکزجوړيدوپه اړه د ادارو په وړانديزونوخبرې وشوې.

مرستيال والي ګل محمد بيدار د څرګندونو په مهال د ولايت او مرکزي حکومت ترمنځ د اړيکو پياوړتيا او غوښتنوته د لاسرسي لپاره دکابینې په غونډوکې د واليانوګډون اغيزمن ګام وباله او په مسوولينو يې غږوکړه چې خپل وړانديزونه اوغوښتنې د ولايت مقام سره په ټاکلي وخت شريکې کړي.
سرچینه زیاتوي؛ همدا راز نوموړي د کروناسره مبارزه، د ښځينو پياوړتيا او د کانونو قانوني استفاده د ولايتي ادارې مهم لومړيتوبونه يادکړل او د همکاريو ډاډ يې څرګندکړ.
 
https://avapress.com/vdch6xnix23nzmd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته