ولسمشر غني وایي، چې د جینیوا ترسره کیدونکی کنفرانس به افغانستان سره د اقتصادي مرستو وروستنی کنفرانس وي.
هغه د تېرې شپې تلویزوني مناظره کې ویلي، نور باید افغانان په دوامداره توګه ورسره د بهرنیو مرستو تمه ونه لري.
ولسمشرغني: جینیوا کنفرانس به افغانستان سره د مرستو وروستی کنفرانس وي
13 سرطان 1399 ساعت 7:59
ولسمشر غني وایي، چې د جینیوا ترسره کیدونکی کنفرانس به افغانستان سره د اقتصادي مرستو وروستنی کنفرانس وي.
هغه د تېرې شپې تلویزوني مناظره کې ویلي، نور باید افغانان په دوامداره توګه ورسره د بهرنیو مرستو تمه ونه لري.
د ده په وینا، حکومت یې تر ۷۸ سلنې پورې ژمنې د بهرنیو مرستو په اړه پوره کړي دي.
ولسمشر غني ټینګار وکړ، چې ډېرې بهرنۍ مرستې یې جذب کړي، خو حکومت د مرستو لګولو سم ظرفیت نه لري.
د ده په خبره، پارلمان باید وزیران وپوښتي، چې ولې له شته پیسو سمه استفاده نه شي کولای.
ولسمشر غني په مشخصه توګه د کوم وزارت یادونه نه ده کړې.
د مطلب کود: 213584