کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د سيمه‌ييزو ارګانونو د ادارې مشر؛ له ځوانانو سره کړيو وعدو ته ژمن يوو

12 سرطان 1399 ساعت 17:50

د سيمه‌ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې لوی رييس شميم خان کټوازي نن د ځوانانو د پارلمان له غړيو سره وليدل.
یاد ادارې یوه خبرپاڼه کې ویلي؛ په دغه غونډه کې د ځوانانو پارلمان غړيو شميم خان کټوازي ته د نوي مسووليت ورسپارل کېدو مبارکي ورکړه او د سيمه‌ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې د مشر په توګه يې د هغه ټاکل کېدل د هېواد په خير وبلل.


 

دوی د سيمه‌ييزو ارګانونو له خپلواکې ادارې وغوښتل چې په ولايتونو کې د ځوانانو د پارلمان د اړوندو دفترونو د بيا پرانيستل کېدو، له ولايتي ادارو څخه د ځوانان لپاره د ټاکل شوې بودجې او په تصميم نيولو کې ځوانانو ته د برخې ورکولو غوښتنې وکړې.
د سيمه‌ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې لوی رييس شميم خان کټوازي د ځوانانو پارلمان غړيو ته ډاډ ورکړ چې په ورسره شويو وعدو ولاړ دی.
سرچینه زیاتوي؛ ده وويل، اداره به يې هڅه وکړي چې دوی ته ولايتي دفترونه جوړ او د بودجې په برخه کې هم شته ستونزې هوارې کړي.
شميم خان کټوازي له ځوانانو وغوښتل چې لويو ملي موخو ته د رسېدو لپاره هڅې او ابتکارونه منسجم کړي او له توپير پرته، د يو بل لاس ونيسي.


د مطلب کود: 213585

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/213585/د-سيمه-ييزو-ارګانونو-ادارې-مشر-له-ځوانانو-سره-کړيو-وعدو-ته-ژمن-يوو

آوا
  https://www.avapress.com