دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۲ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۷:۵۰
د مطلب کود : 213585
د سيمه‌ييزو ارګانونو د ادارې مشر؛ له ځوانانو سره کړيو وعدو ته ژمن يوو
د سيمه‌ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې لوی رييس شميم خان کټوازي نن د ځوانانو د پارلمان له غړيو سره وليدل. یاد ادارې یوه خبرپاڼه کې ویلي؛ په دغه غونډه کې د ځوانانو پارلمان غړيو شميم خان کټوازي ته د نوي مسووليت ورسپارل کېدو مبارکي ورکړه او د سيمه‌ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې د مشر په توګه يې د هغه ټاکل کېدل د هېواد په خير وبلل.
 
دوی د سيمه‌ييزو ارګانونو له خپلواکې ادارې وغوښتل چې په ولايتونو کې د ځوانانو د پارلمان د اړوندو دفترونو د بيا پرانيستل کېدو، له ولايتي ادارو څخه د ځوانان لپاره د ټاکل شوې بودجې او په تصميم نيولو کې ځوانانو ته د برخې ورکولو غوښتنې وکړې.
د سيمه‌ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې لوی رييس شميم خان کټوازي د ځوانانو پارلمان غړيو ته ډاډ ورکړ چې په ورسره شويو وعدو ولاړ دی.
سرچینه زیاتوي؛ ده وويل، اداره به يې هڅه وکړي چې دوی ته ولايتي دفترونه جوړ او د بودجې په برخه کې هم شته ستونزې هوارې کړي.
شميم خان کټوازي له ځوانانو وغوښتل چې لويو ملي موخو ته د رسېدو لپاره هڅې او ابتکارونه منسجم کړي او له توپير پرته، د يو بل لاس ونيسي.
https://avapress.com/vdcjote8iuqeviz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته