دخپریدو نیټه :جمعه ۱۳ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۰۷:۵۹
د مطلب کود : 213586
فراه کې ۴۰ قطعې د ملکیتونه سندونه وویشل شول
ښارجوړولو او ځمکو وزارت د غیر رسمي ښاري سیمو د ثبت په لړ کې د فراه ولایت د مرکز غیر پلاني سیمو مستحقینو ته ۴۰ قطعې د ملکیت سندونه وویشل. یاد وزارت یوه خبرپاڼه کې لیکلي؛ د ویلو ده چې د فراه ښار په غیر ښاري سیمو کې د ۱۲۰۱۴ کورونو سروې او ثبت لړۍ پایته رسېدلې او اوس مهال ښاریانو ته د ملکیت سند ویش لړۍ روانه ده. ښارجوړولو او ځمکو وزارت د غیر ښاري سیمو د ثبت په لړ کې، تر دې دمه د مزار شریف، هرات، جلال آباد، کابل، کندهار، فراه، بامیان او نیلي ښارونو کې ۱۱۸۳۹ د مکلیت سندونه ویشلي دي.

 
https://avapress.com/vdcaaenui49n6m1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته