کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د IOM له لورې یو شمیر کورنیو سره مرستې وشوې

13 سرطان 1399 ساعت 8:00

کونړ کې له یو شمیر کورنیو سره د کډوالۍ نړیوالې ادارې له لورې مرستې وشوې.
د کونړ ولایت د رسنیو دفتر وايي، کونړ کې د IOM – نړیوالې کډوالۍ ادارې له لوري د طبعي پېښو زیانمنو کورنیو سره د څه باندې یوسل او شپېته زره افغانیو نقدي مرسته وشوه.
سرچینه زیاتوي؛ د کونړ ولایت د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې په چوکاټ کې د IOM نړیوالې مرستندویه موسسې له لوري د طبعي پېښو زیانمنو شل کورنیو سره نقدي مرسته وشوه، چې د مسوولینو په لاسونو هرې کورنۍ ته څه باندې اته زره افغانۍ ورکړل شوې.



د مطلب کود: 213587

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/213587/د-iom-له-لورې-یو-شمیر-کورنیو-سره-مرستې-وشوې

آوا
  https://www.avapress.com