دخپریدو نیټه :جمعه ۱۳ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۰۰
د مطلب کود : 213587
د IOM له لورې یو شمیر کورنیو سره مرستې وشوې
کونړ کې له یو شمیر کورنیو سره د کډوالۍ نړیوالې ادارې له لورې مرستې وشوې. د کونړ ولایت د رسنیو دفتر وايي، کونړ کې د IOM – نړیوالې کډوالۍ ادارې له لوري د طبعي پېښو زیانمنو کورنیو سره د څه باندې یوسل او شپېته زره افغانیو نقدي مرسته وشوه. سرچینه زیاتوي؛ د کونړ ولایت د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې په چوکاټ کې د IOM نړیوالې مرستندویه موسسې له لوري د طبعي پېښو زیانمنو شل کورنیو سره نقدي مرسته وشوه، چې د مسوولینو په لاسونو هرې کورنۍ ته څه باندې اته زره افغانۍ ورکړل شوې.
https://avapress.com/vdcbwfb5zrhb8sp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته