دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۲ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۸:۰۰
د مطلب کود : 213589
د کرونا په خاطر د تاوتريخوالي د کمېدو د غوښتنې هرکلی شوی

د سولې او سياسي چارو برخه کې د ملګرو ملتونو سکرتر جنرالې روسميري ای ډيکارلو د ملګرو ملتونو د دغې پرېکړې هرکلی کړی چې پکې ويل شوي دي، د کرونا په خاطر دې تاوتريخوالی کم شي.

نوموړي ويلي دي، اړتيا ده چې جګړه ختمه، سوله حاکمه او کرونا چې د ټولو ګډه دښمنه ده پر وړاندې يې کلکه مبارزه وشي.

همدارنګه په افغانستان د اروپايي ټولني ځانکړي استازي رونالډ کوبیا هم وايي هره پرېکړه چي د ملګرو ملتونو لخوا کیږي د نړۍ د ملتونو لخوا مشروع او په رسمیت پیژندل کیږي.‌

هغه زیاتوي چي د هغه حقونه او مکلفتونه چي د ملګرو ملتو د امنیت شورا په پرېکړه لیک کي راغلی باید په جدي توګه پلی سي.‌او نه پلي کول یی باید غبرګون ولري.‌

افغان سوله چې تر بل هر وخت نزدې شوې ده، لا هم يو شمېر خنډونه يې مخته شته.
 
https://avapress.com/vdcdjs0xnyt0fk6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته