کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د بنديانو د ازادېدو لړۍ؛ له کندهار محبس ۳۰ طالبان ازاد شول

13 سرطان 1399 ساعت 8:18


د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د ټول افغاني خبرو لپاره دواړو خواو د بنديانو د ازادېدو لړۍ چټکه کړې ده.
تازه له کندهار محبس ۳۰ طالب بنديان ازاد شوي دي.
والي حيات الله حيات بنديانو ته وويل، چې تر خپل کور او کلي د سولې ستر پېغامونه ورسوئ.
کندهار والي حیات الله حیات لومړي خپلو خبرو کي دخوشي سویو طالب بندیانو، د دوي کورنۍ غړو او دوستانو ته مبارکي ورکړه د خبرو پیل یط د هغه ایت کریمه او حدیت څخه وکړ، چي مومنان پکښي وروڼه بلل سوي او د مسلمانو ترمنځ پر سوله حکم سوی.
ښاغلي حیات زیاته کړه:\«ټول مسلمانان سره وروڼه دي او هغه وروڼه چي یو بل ته یې د میني او ورورګلوۍ پر ځای سنګر نیولی، نور باید د الهي ارشاداتو له مخي نور باید د سولي، مخامخ خبرو او مذاکراتو له لاري د لسیزو جګړه پای ته ورسوي.»
کندهار والي خوشې سویو بندیانو باندي ږغ وکړ، چي نور له جنګه لاس واخلي او خپلو سیمو، کورنیو او نورو ملګرو ته د سولي پیغام ورسوي، تر څو نور د جهاد په نوم افغان وژنه پای ته ورسیږي.
کندهار والي بندیانو ته وویل، تاسو هم افغانان او مسلمانان یاست او موږ هم، او د حدیبې تړون ته په کتو نور باید زموږ او ستاسو ترمنځ هم د بین الافغاني خبرو له لاري سوله حاکمه سي او دایمي او حقیقي ثبات رامنځته کړو.
 


د مطلب کود: 213594

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/213594/د-بنديانو-ازادېدو-لړۍ-له-کندهار-محبس-۳۰-طالبان-ازاد-شول

آوا
  https://www.avapress.com