د پاکستان حکومت غواړي پلازمېنه اسلام اباد کې مندر جوړ کړي.
ويل شوي دي، په دغه مندر پنځوس ميليونه پاکستانۍ کلدارې لګښت راځي.
په دغه مندر کې به د هنداوانو د سېزولو مراسم او د دوی د مذهب اړوند يو شمېر نورې چارې هم ترسره کېږي.
اسلام اباد کې مندر جوړيږي؛ ديني عالمانو يې خلاف کړی
13 سرطان 1399 ساعت 9:23
د پاکستان حکومت غواړي پلازمېنه اسلام اباد کې مندر جوړ کړي.
ويل شوي دي، په دغه مندر پنځوس ميليونه پاکستانۍ کلدارې لګښت راځي.
په دغه مندر کې به د هنداوانو د سېزولو مراسم او د دوی د مذهب اړوند يو شمېر نورې چارې هم ترسره کېږي.
بل پلو مفتي تقي عثماني ويلي دي، د پاکستان حکومت لپاره په خپل لګښت د مندر جوړول جواز نه لري.
د ورکړل شويو شمېرو له مخې پاکستان کې اوس مهال شاوخوا اته لکه هندوان اوسېږي.
د مطلب کود: 213595