د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند وايي، ټاکل شوې ده د افغان سولې په تړاو راتلونکې اوونۍ يو شمېر مهمې ناستې ترسره شي.
ګران هېواد رسنيو سره خبرو کې ويلي دي، د يادو ناستو موخه د سولې په تړاو د سيمه ييزې اجماع پياوړي کول دي.
نوموړي ويلي دي، تر اوسه د ټول افغاني خبرو نېټه نه ده څرګنده خو تمه ده چې ژر د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ خبرې پيل شي.
نوموړي ویلي، چې په راتلونکې اوونۍ کې به څو نورې مهمې غونډې هم ترسره شي چې اجنډا به یې د بین الافغاني مذاکراتو پر ژر پیل، د بندیانو پر خلاصون او دغه راز د سرتاسري اوربند پر ټینګېدو مفصل بحثونه وي.